معصومه محمدي، د فرهنګي تساوي- اجتماعي مؤسسې رییسه
د مارچ اتمه (د ښځو نړیواله ورځ) په
داسی حال کې چې د ځینو دولتي او نادولتي سازمانونو د ښځو څخه د حقونو د
دفاع بنسټونو او مدنې ټولنې له لورې لمانځل کیږي خو په لیرې پرتو سیمو کې
بیا ډيری افغانې میرمنې له دې نامه سره هیڅ آشنا نه دي او د تیر په څير په
ولایتونو کې له بیلابیلو ننګونو څخه مخ دي.
په ټولنه کې د دوې پر وړاندی رټل،
سپکاوی او تاوتریخوالی یوه عادي خبره ده او هیڅوک دا کار په د یوه جرم په
توګه نه پیژني. د دې ټولو کارونو اصلي لامل په ټولنه کې د «مرد سالاري
کلتور» شمیرل کیږي.
په افغانستان کې د مارچ د اتمې ورځ لمانځل تر ډيره یوه نمایشي بڼه لري او
یواځې په دغه ورځ ښځو ته د تخفو په ورکولو سره په زماني محدوده کې د همدې
یوې ورځ لپاره خلاصه کیږي. په داسی حال کې چې نن ورځ افغان میرمنې له ډيرو
ستونزو سره لاس او ګریوان دي، او دا ډول نمایشي لمانځل د هغوې د ستونزو په
راکمولو کې کموالې نه شي رامنځ ته کولای.
د کلتور په برخه کې لازمه ده چې د ښځو پر
وړاندې د نا معقولو او ناسمو دودونو سره کلکه مبارزه وشي څو ښځو ته د هغوی
حقونه د اسلام د مبین دین په رڼا کې چې دغو ناسمو دودونو تری خپل روا او
اسلامي حقونه اخیستي، بیرته ورکړل شي.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندی د اوسنیو ستونزو ریښه په دغه هیواد کې د
څو پیړیو هغه دودونه او رواجونه دي چې د مردسالارې ټولنې له لورې پر هغوی
تپل شوي دي چې د دې ستونزو د مخینوي لپاره هر اړخیزې او سراسري مبارزې ته
اړتیا لیدل کیږي؛ هغه لارې چارې چې په کلتوري، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي
برخو کې د تبعیض پر وړاندې په مساوي او متوازن ډول تر سره شي.
د کلتور یا فرهنګ په برخه کې لازمه ده چې د ښځو پر وړاندې د نا معقولو او
ناسمو دودونو پر وړاندې کلکه مبارزه وشي څو ښځو ته د هغوی حقونه د اسلام د
مبین دین په رڼا کې چې دغو ناسمو دودونو تری خپل روا او اسلامي حقونه
اخیستي، بیرته ورکړل شي. دغه راز د ښځو تر منځ د لیک لوست د زده کړې او
عامه پوهاوي کچې لوړوالی هغه څه دي چې کولای شي په ټولنه کې د تبعیض او
کرکې کچه د ښځو پر وړاندې راکمه کړي.
د سیاست په ډګر کې ښځو ته باید په بیلابیلو برخو لکه حکومتدارۍ، او نورو
برخو کې فعاله او رغنده ونډه ورکړل شي او په برخه کې له پامه ونه غورځول
شي؛ دغه راز هغه نمایشي حالت چې نن ورځ د افغانستان ښځې ورځ لري او یا هم د
ښځو د حقونو تش په نامه پروګرامونه جوړیږي باید عملي بڼه غوره کړي. دا کار
هغه مهال شونی دی چې د افغاني میرنو د زده کړې کچه د غوره حکومتدارۍ په
برخه کې لوړه او په دې برخه کې ورته واقعي خدمت وشي.
په افغانستان کې د مارچ د اتمې ورځ لمانځل تر ډيره یوه
نمایشي بڼه لري او یواځې په دغه ورځ ښځو ته د تخفو په
ورکولو سره په زماني محدوده کې د همدې یوې ورځ لپاره
خلاصه کیږي.
له بل پلوه هغه سیاسي تحولات او لاسته
راوړنې چې د تیرو څو کلونو په لړ کې شوي هغه له لاسه ورنکړل شي، له
مخالفینو سره د روغې جوړې په خبرو کې باید د ښځو حقونه نادیده ونه ګڼل شي
او داسی کومه پټه معامله تر سره نه شي چې د ښځو د حقونو په برخه کې د تیرو
لسو کلونو لاسته راوړنې یې قرباني شي.
د قانون په برخه کې هم باید اصلاحات رامنځ ته شي څو د افغانستان قوانین
(له پورته نه تر ښکته) د اساسي قانون او د ښځو د حقونو د نړیوالو تړونو او
میثاقونو په رڼا کې چې افغانستان هغه په رسمیت پیژندلي، باید ټول اصلاح او
عملي بڼه غوره کړي.
د ټولنې په برخه کې هم باید د ټول هیواد په کچه له قریې نه نیولې تر
ولسوالۍ او آن تر پلازمینې پورې د ښځو د حقونو څخه د دفاع بنسټونو او مدني
ټولنو سره مرسته وشي څو د ښځو د روا حقونو په تر لاسه کولو او د هغوی د
ستونزو په لمنځه وړلو کې جدي ګامونه پورته شي.
د هیواد اقتصادي ډګر هغه برخه چې په کې افغاني ښځو ته لږه پاملرنه شوی ده.
د ښځو اقتصاي توانایي د اقتصاد د یوه فعال غړي په توګه کولای شي له کورنیو
سره مرسته وکړي، او دا کار په خپله داسی شرایط رامنځ ته کوي چې د ښځو پر
وړاندی تبعیض پای ته ورسیږي. همدا لاملونه دي کچیرې یې په اړه لازم ګامونه
پورته شي نو ښځو ته به له یوې خوا د کار کولو او له بلې خوا د هغوی د حقونو
په ورکړه کې مؤثر او ګټور تمام شي.
د پای خبرې: د بی عدالتۍ او تبعیض پر وړاندې پراخه مبارزه او د هغې عملي
کول په افغاني ټولنه کې خورا ستونزمن کار دی او هر ډول هڅې چې په دی برخه
کې په تیرو لسو کلونو کې تر سره شوې د لنډې مودې لپاره وې چې دې هڅو ونشو
کولای د ښځو پر وړاندی شته ننګونې کمې کړي، بلکه د ښځو د پوره حقونو د
لاسته راوړلو لپاره اړینه ده چې اوږد مهالي پروګرامونه چې تر ډیره عملي بڼه
ولري نه نمایشي، پلي شي. دغه راز دا مبارزه د ښځو او نارینه ؤ د قربانیو
مبارزې ته اړتیا لري، د ځوانانو، روڼ اندو او د مدني ټولنو همغږه هڅې د
دولت په ملاتړ کولای شي د ښځو د حقونو په ورکولو کې مؤثرې تمامې شي.
http://www.bamdad.af/pashto/story/1655